شي جين پينګ: هانکانګ به په يو هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د پلي کېدو په رڼا کې لا روښانه راتلونکی خپل کړي
CMG2022/06/30 18:21:47
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۳۰مې نېټې په ماسپښين په ځانګړي اورګاډي کې هانکانګ ته ورسيد. نوموړي د هانکانګ د چټک اورګاډي په لوېديځ جيو لونګ تمځي کې له ده او د ده له مېرمنې پنګ لي يوان د هرکلي په مراسمو کې وويل، چې له واقعیتونو داسې ښکاري چې په يو هېواد کې د دوو ټولنيزو نظامونو د پلي کېدو ميکانيزم د هانکانګ د دايمي سمسورتيا، ثبات او د هانکانګيانو ګټې تضمینولای شي او که دغه ميکانيزم په دوامداره او ښه توګه عملي شي، هانکانګ به خامخا روښانه او ښه راتلونکی خپل کړي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې هغه تل هانکانګ ته پاملرنه کوي او د ده او د مرکزي حکومت زړه له هانکانګيانو سره تړلی دی. هانکانګ په تېره يوه موده کې له ډېرو سختو ننګونو څخه تېر شوی او د مختلفو خطرونو او ننګونو په لرې کولو سره يې بيا ځلي احيا موندلې ده. له دې څخه ښکاري، چې په يو هېواد کې د دوو سياسي ټولنيزو پلي کېدونکی میکانیزم ځواکمن او د هانکانګ د دايمي سمسورتيا، ثبات او د هانکانګيانو د ګټو د تضمین لپاره اغېزمن دی. که پر دغه ميکانيزم ټينګار وشي، هانکانګ به خامخا لا روښانه او ښه راتلونکی خپل کړي او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره به نوي او لا لوی خدمتونه وکړي.

نوموړی به د جولای په لومړۍ نېټه چین ته د هانکانګ د بېرته راستنېدو د ۲۵مې کاليزې د نمانځنې او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د شپږمې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي او د هانکانګ له ځينو سيمو څخه به ليدنې وکړي.