شي جين پينګ له کاري لام چنګ سره وليدل
CMG2022/06/30 20:15:19
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۳۰مې نېټې په مازديګر په هانکانګ کې د دغه ځانګړې اداري سيمې له مشرې کاري لام چنګ سره وليدل.

شي جين پينګ په دې ليدنه کې وويل،‌ چې کاري لام چنګ په تېرو پنځو کلونو کې د چین د مرکزي حکومت تر کلک ملاتړ لاندې خپل مسئوليت په ښه توګه ادا کړی، په يو هېواد کې د دوو نظامونو له ميکانيزم يې ټينګ ملاتړ کړی او د قانون له مخې يې اداري چارې تر سره کړې. د هانکانګ حکومت د هغې تر لارښوونې لاندې له بېلا بېلو ټولنو سره په ګډه د زورزياتيو مخه نيولې، د کرونا وبا ضد مبارزه یې تر سره کړې، د چين د پرمختګ په پلان کې يې فعال ګډون کړی، د چين د ملي حاکميت، امنيت، پرمختګ او د هانکانګ د سمسورتيا او ثبات د ساتنې لپاره يې ډېر خدمتونه کړي. د چين مرکزي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د کاري لام چنګ د کارونو ډېره ستاينه کوي.