د ناټو سرمشریزه پرانېستل شوه
CMG2022/06/30 10:45:17
شريکول:

د ناټو سرمشریزه د جون په ۲۹مه نېټه د اسپانیې په پلازمینې مادریډ کې پرانېستل شوه. 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په همدې ورځ په یوې خبري ناستې کې وویل، چې د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو موافقه کړې، چې د دغه پوځي اتحاد د اصلاح او پياوړتیا يا بنسټيز بدلون لپاره یو لړ تدبیرونه ونیسي.

نوموړي وویل، چې ناټو به د اروپا په ختيځ کې خپل نظامي ترتیبات پياوړي کړي او د چټک غبرکون ځواکونو د سرتېرو شمېر به ۳ سوو زرو ته ورسوي.

سټولټنبرګ وويل، چې ناټو به اوکراین ته د عمومي مرستو د راټولولو لپاره يو لړ لايحې وټاکي. 

نوموړي زياته کړه، چې د ناټو غړو هېوادونو په دغه سازمان کې د فنلنډ او سويډن پر غړيتوب موافقه کړې دي.

ناټو د راتلونکو لسو کلونو لپاره یوه ستراتيژي منظوره کړې او روسيه يې پکې تر ټولو لوی او مستقیم ګواښ جوړونکی هېواد بللی دی.

(هیله)