په هانکانګ کې د هر تن پر سر د جي ډي پي(GDP) منځنۍ اندازه له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې يو چند زياته شوې
CMG2022/06/30 15:21:21
شريکول:

د روان کال د جولای لومړۍ نېټه چين ته د هانکانګ د راستنېدو له ۲۵مې کليزې سره برابره ده.

هانکانګ له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د خپل وطن په مټ مختلف خطرونه او ننګونې لرې کړي او د سيمې سمسورتيا او ثبات يې ساتلی دی.

د هانکانګ د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يا GDP په ۱۹۹۷م کال کې ۱۳۷۰ ميليارډه هانکانګي ډالره و او په ۲۰۲۱م کال کې يې دغه ارزښت ۲۸۶۰ ميليارډو هانکانګي ډالرو ته ورسېد. په هانکانګ کې ۲۵ کاله مخکې د هر تن پر سر د جي ډي پي(GDP) منځنۍ اندازه ۱۹۲ زره هانکانګي ډالره وه او په ۲۰۲۱م کال کې يې دغه ارزښت ۳۸۷.۱ زرو هانکانګي ډالرو ته ورسېد او د زياتوالي انډول يې له يو چند څخه پورته شوی دی.

د يادولو وړ خبره دا ده، چې په ۲۰۲۱م کال کې د هانکانګ د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ارزښت د ۱۹۹۷م کال په پرتله ۲ چنده زيات و.