د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د جون د ۳۰مې نېټې په ماسپښين په ځانګړي اورګاډي کې هانکانګ ته روان شوی دی.
نوموړی به د جولای په لومړۍ نېټه چین ته د هانکانګ د بېرته راستنېدو د ۲۵مې کاليزې د نمانځنې په مراسمو کې او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د شپږمې دورې حکومت د لوړې مراسم کې ګډون وکړي او له ځينو سيمو څخه به ليدنې وکړي.