شي جين پينګ د فيليپين منتخب ولسمشر فيرډينانډ رومولډيز مارکوس ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/06/30 18:26:39
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۳۰مه نېټه د فيليپين د ولسمشر په توګه د فيرډينانډ رومولډيز مارکوس د لوړې په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ليکلي، چې لنډه موده مخکې مو په ټيلېفوني خبرو کې د چين او فيليپين ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او د ګډ پرمختګ لپاره د همکاريو په اړه د توافق نظر ترلاسه کړی دی. شي جين پينګ هيله څرګنده کړې، چې له ولسمشر مارکوس سره د ستراتيژۍ او د اوږدې راتلونکې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوری روښانه کړي او د نوې زمانې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نوې پاڼه واړوي، څو د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.