د ۲۰۲۲م کال د جولای لومړۍ نېټه چین ته د هانکانګ د بېرته ستنېدو له ۲۵مې کليزې سره برابره ده.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په دېرشمه نېټه هانکانګ ته لاړ او هلته يې د جولای د لومړۍ نېټې يا هېواد ته د هانکانګ د بېرته ستنېدو د ۲۵مې کليزې په پار په يو لړ فعاليتونو کې ګډون وکړ.
رئیس شي جين پينګ د ده د هرکلي په مراسمو کې په درېيو ټکو کې خپلې هيلې څرګندې کړې:
۱ـ مبارکي
شي جين پينګ هانکانګيانو ته هېواد ته د هانکانګ د بېرته ستنېدو د ۲۵مې کليزې په پار توده مبارکي وويله او نېکې هيلې يې ورته وړاندې کړې.
۲ـ شي جين پينګ هانکاګيانو ته په وينا کې وويل، چې د ده او د چين د مرکزي حکومت زړه له تاسو سره دی.
۳ـ شي جين پينګ په ټينګار وويل، که موږ د یو هېواد او ۲ نظامونو پر تګلارې ټينګار ولرو، نو د هانکانګ راتلونکی به روښانه وي.
△ رئیس شي جين پينګ په ځانګړي اورګاډي کې هانکانګ ته ورسېد.
△ په هانکانګ کې د شي جين پينګ د هرکلي مراسم
△ رئيس شي جين پينګ د هانکانګ له ساینسي پارک څخه د لیدنې په حال کې