د افغانستان له زلزله ځپلو سيمو سره د چين د حکومت مرستندويه توکي په دې وروستيو کې په پرله پسې توګه کابل ته رسيدلي دي. د افغانستان طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې سرپرست وزير غلام غوث ناصري د سي جي ټي ان له خبريال سره په دې اړه په ځانګړې مرکه کې د چين له حکومت او خلکو مننه وکړه، چې افغانانو ته يې په سخت وخت کې د مرستې لاس ورکړی دی.