چين: امريکا دې د ايران معقولو غوښتنو ته ځواب ووايي
CMG2022/07/01 10:31:16
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جون په ۳۰مه نېټه د ايران د اټومي مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوې علنۍ غونډې کې وويل، چې د ايران د اټومي تړون ښکېلې خواوې دې د خبرو د پېل بهېر پر سم لوري رهي کړي او مثبتو پايلو ته د رسيدو لپاره دې منطق ته غاړه کېږدي.

د امریکا پخواني حکومت د نړیوالې ټولنې له مخالفتونو سره سره د ايران له څو اړخيز اټومي تړون وتلی او پر تهران یې پر له پسې فشارونو ته دوام ورکړ او همدغه کړنې يې د دې لامل شوې، چې د ايران د اټومي تړون بهير له کږليچونو سره مخ کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په يادې غونډې کې وويل، چې امریکا باید د ایران د اټومي کړکېچ د پیل کوونکي په توګه خپل مسوولیت وپېژني، خپلې تېروتنې دې سمې کړي، ژر دې سیاسي پرېکړه، عملي اقدامات دې وکړي او د ایران معقولو غوښتنو ته دې فعال ځوابونه ووایي.

نوموړي زياته کړه، امريکا وايي چې د ايران په اټومي تړون کې د ځان بېرته شاملولو هڅه به وکړي، خو په ورته وخت کې بيا پر ایران او نورو اړوندو خواوو باندې نور بندیزونه لګوي.
جانګ جون د امريکا کړنې د اېران د اټومي خبرو اترو د پرمختګ لپاره ګټورې ونه بللې او پر واشګنټن يې غږ وکړ، چې خپلې ژمنې عملي کړي او د ایران پر وړاندې ټول یو اړخیز بندیزونه او "له لرې د نورو هېوادونو چارو د کنټرول" اقدامات پای ته ورسوي، څو ایراني اړخ وکولی شي، چې د هر اړخيز اټومي تړون اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.

(ژباړه: شکريه)