په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۴۴۳۲۴۰۶۹ ته رسېدلی
CMG2022/07/01 10:04:36
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د جون په ۳۰ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۳۰ مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۵ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۸۴۵۵۴۷ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۴۴۳۲۴۰۶۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۱۵۶۵تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۳۳۲۹۶۳ ته رسېدلی دی.