څوک د نړۍ سوله او امنيت ننګوي؟
CMG2022/07/01 15:01:20
شريکول:

 ناټو د جون په ۲۹مه نېټه د هاسپانیې په پلازمېنې ماډرېډ کې سرمشريزه ترسره کړه او په ترڅ کې يې يو ستراتېژيک سند هم خپور کړی دی.

ناټو په دغه ستراتېژيک سند کې په لومړي ځل د چين نوم ياد کړی او تور یې پرې لګولی، چې اروپا او اتلانتيک ته سیستماتيکې ننګونې جوړوي، خو په حقیقت کې يې تور ته سپين او سپين ته يې تور ويلي دي.

ناټو خيالي دښمنان جوړوي او ډله ييز مقاومت لمسوي او له کړنو يې دا ثابتيږي، چې له سړې جګړې پاتې نظامي ډلې دغه پوځي سازمان کې ځای پر ځای شوي او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره سيستماتيکې ننګونې جوړوي.

د بلژيک لي سوير ورځپاڼې ليکلي، چې ناټو د امريکې د تسلط او بادارۍ يوه نمونه ده.

د ناټو جوړښتي او پراختيايي بهير ته په کتو دا ثابتوي، ناټو د امريکا يوه اغېزمنه وسيله ده چې د دغه هېواد لپاره ډلې ټپلې جوړوي او ډله ييز مقاومتونه راپورته کوي.

ناټو له سړې جګړې وروسته خپل حیثیث او هدف له لاسه ورکړی و او دماغ يې فلج شوي وو،  خو د اوکراين کړکېچ ورته دا فرصت په لاس ورکړ، چې خپل ځان بیا راټول او منظم کړي.

امريکا بېړه لري، چې د ناټو غړي هېوادونه پراختيا ته وهڅوي او له دې لارې په اسیا او ارام سمندر سیمه کې ګډوډي جوړه کړي.

امريکا چين ته د لوی ستراتېژيک سیال په سترګه ګوري او ناټو تر دې وروسته د امريکې لپاره خاموش فعاليت کوي.

د امريکې بهرنيو چارو وزیر انټوني بلينکن څه موده مخکې د چين پر وړاندې د واشنګټن تګلارې په اړه وينا کې ويلي، چې امريکا غواړي، د چين په شاوخوا کې ستراتيژيک چاپېريال جوړ کړي.

ناټو په لومړي ځل د جاپان، کوريا جمهوریت، استراليا او نيوزيلنډ مشرانو ته بلنه ورکړې وه، چې په سږنۍ غونډې کې يې برخه واخلي.

امريکا پلان لري، چې په اسیا او ارام سمندر سيمه کې ناټو ته ورته يو بل پوځي ځواک جوړ او پر مټ يې د چين په شاوخوا کې ستراتيژيک چاپېريال برابر کړي.

د اسيا او ارام سمندر سیمه يیز هېوادونه بايد محتاط واوسي، ځکه امريکا غواړي، په دغې سیمې کې د ډله ييز مقاومت خطرونه راپورته او د خپل ځان په ګټه کړنې ترسره کړي.

د ناټو د پراختيا په بهير کې داخلي توپيرونه اوږمهاله او نور هم پکې په ډېرېدو دي.

ناټو د نړۍ تر ټولو لویه نظامي ډله ده، چې مشري يې امريکا پر غاړه لري او واشنګټن يې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

اروپا پوهيږي، چې له چين سره سخت اختلافات او جيو پولټيکل سياسي توپيرونه نه لري، خو ناټو په نوي ستراتيژيک سند کې له يوې خوا چين ته د ستراتيژيکو ننګونو د جوړونکي په سترګه ګوري، خو له بلې خوا ورسره د مثبتو اړيکو په اړه پرانيستې رويه غوره کوي.

ناټو غواړي، پر چين فشارونه راوړي، خو له بلې خوا ورته د همکاريو ټټر هم وهي.

دا هر څه دا په ګوته کوي، چې چين د ناټو سازمان نه ننګوي او هيڅ ستونزه ورسره نه لري.

چين روښانه تګلاره لري، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې نه کوي، پر نورو هېوادونو خپله ايډيالوژې نه تپي، کورنيو چارو ته يې لاس نه ورغځوي، پر کوم هېواد انفرادي اقتصادي بنديزونه نه لګوي، نو څنګه کېدای شي، چې ناټو ته سيستماتيکې ننګونې ورسوي؟

ناټو ځان ته د دفاعي ډلې خطاب کوي، خو په حقيقت کې يې له خپلې ژمنې څخه څو څو ځلې سرغړونې کړي او د اروپا ختیځ په لور يې د خوځېدو هڅې کوي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له اجازې پرته يې پر نورو هېوادونو بريدونه کړي.

د ناټو ائتلافي ځواکونو په ۱۹۹۹م کال کې د يوګوسلاويا پر فدرالي جمهوريت سخت هوايي بريدونه وکړل، چې له امله يې څو چينايان هم ووژل شول. د چين ملت به د ناټو دا کړنه هېره نه کړي.

د امريکا په مشرۍ ناټو په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان تېری وکړ، هلته يې دوه لسیزې  شخړه وکړه او افغانانو ته يې  سخت ځاني او مالي  زيانونه  ورسول.

  ناټو ځواکونو په ۲۰۰۳م کال کې، چې مشري يې امريکايي او بريتانوي ځواکونو کوله پر عراق بريد وکړ.

ناټو پنځه ځلې هڅه کړې، چې د اروپا ختیځ ته پراخه شي او پر روسیې د امنيت فضا راتنګه کړي، خو پای کې اوکراين د ناټو د شومو موخو قرباني شو او روسیې سره شخړې کې ونښت. 

ناټو په تېرو لسګونو کالونو کې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې ګډوډۍ راپورته کړي او د نړۍ خونديتوب او ثبات ته يې ګواښونه رسولي دي.

د ناټو غړو هېوادونو په يادې سرمشريزې کې په اتفاق موافقه کړې، چې فنلنډ او سويډن ته په خپلې لمنې کې ځای ورکړي.

د ناټو دغه کړنه د دې ښکارندويي کوي، چې په شپږم ځل يې د پراختيا هڅې پېل کړې دي. ناټو چې کله هم د پراختيا هڅه کړې، نو هممهاله ورسره د اروپا امنيتي حالات هم سخت شوي دي.

د برازيل د يونيسپ پوهنتون استاد او د سياسي او اقتصادي چارو کارپوه پروفيسور ماکس په دې اند دی، چې ناټو د پراخېدو په حال کې ده او د امريکا په شمول ځيني هېوادونه د نورو هېوادونو پر وړاندې کوچنۍ ډلې ټپلې جوړوي او د نړۍ امنيت او ثبات ته ګواښونه رسوي.

 څوک امنيت او سوله ننګوي؟

حقیقتونه د دې ښکارندويي کوي، چې ناټو ټوله اروپا متزلزله کړې، خو باید د اسیا او ارام سمندر سيمې او هم د نړۍ د ګډوډۍ هڅې ونه کړي.