د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل پارلمان د جون په ۳۰ نېټه اعلان وکړ، چې ټولو پارلماني غړو د پارلمان د منحلولو پرېکړه تصويب کړې او لومړي وزير نفتلي بينيټ له خپلې دندې څخه استعفا کړې ده.
د مالوماتو له مخې، د اسرائيل منتخب صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير يارډ لاپيډ به د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سرپرست لومړي وزير په توګه دنده پرغاړه واخلي او په همدې ورځ يې د لوړې مراسم هم ترسره کړل.
د اسرائيل پارلمان په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د پارلمان ټولوغړو د ۹۲ موافقه رايو په ورکولو سره د پارلمان د منحلولو پرېکړه تصويب کړې ده.
اعلاميه کې ويل شوي، چې سرپرست حکومت به د نوې دورې پارلماني ټاکنې د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه تر سره کړي.
دا به په اسرائيل کې په تېرو ۴ کلونو کې د پنځم ځل پارلماني ټاکنې وي.