شي جين پينګ: په ټول هېواد کې د چین د مرکزي حکومت د حکومتوالۍ او د هانکانګ د خودمختارۍ واکونه باید یو ځای وساتل شي
CMG2022/07/01 14:35:21
شريکول:

د چین کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئيس شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه د هېواد له سترې برخې سره د هانکانګ د یو ځای کېدو د ۲۵مې کالیزې په نمانځغونډې او د هانکانګ د ځانګړې اداري سیمې د ۶م حکومت د لوړې په مراسمو کې پر دې ټينګار وکړ، چې په ټول هېواد کې د چین د مرکزي حکومت د حکومتوالۍ او د هانکانګ ځايي حکومت د خودمختارۍ واکونه باید یو ځای وساتل شي. 

شي جين پينګ وویل، چې هانکانګ د چین له سترې برخې سره بېرته یو ځای او د هېواد په دولتي اداري سیستم کې شامل شوی او په یو هېواد کې د دوو سیاسي نظمونو پر بنسټ یې سیمه ييز نظام بشپړ شوی دی.

د چين مرکزي حکومت پر هانکانګ د ادارې او کنټرول بشپړ واکونه لري او د خودمختارۍ واک يې ورکړی او پوره احترام او ساتنه يې کوي.

شي جين پينګ زياته کړه، يوازې دا چې په ټول هېواد کې د مرکزي حکومت د حکومتوالۍ او د ځانګړي اداري سيمو د خودمختارۍ واکونه سره يو ځای وساتل شي، د ځانګړې اداري سیمې چارې به ښه ترسره شي.

 (هیله)