ایران په دوحه کې د خبرو اترو فعاله ارزونه کوي
CMG2022/07/01 10:54:43
شريکول:

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسين امير عبداللهیان د جون په ۳۰مه نېټه وویل، چې تهران په دوحه کې د ایران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون په اړه د خبرو اترو فعاله ارزونه کوي.   

ایران او امریکا د جون په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په دوحه کې د اروپايي ټولنې په همغږۍ غیرمستقیمې خبرې اترې وکړې.

عبداللهیان د جون د ۲۹مې نېټې په شپه د قطر له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په ټلیفوني خبرو کې له قطر څخه مننه وکړه او و يې ویل، چې تهران به عملي او ښه اټومي تړون ته تر رسېدو پورې خبرو اترو ته دوام ورکړي. 

عبداللهیان زياته کړه، چې تهران د یو ښه، ثابت او دايمي تړون د لاسلیک لپاره کوښښونه کوي او که امریکا اغېزمن تدبیرونه ونيسي، نو ايران به اټومي تړون لاسلیک کړي. (هیله)