شي جين پينګ د هانکانګ له ساينسي پارک څخه لیدنه وکړه
CMG2022/07/01 10:51:46
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۳۰مه نېټه د هانکانګ د ځانګړې اداري سیمې د اجرائيوي رئیسې کیرې لام چنګ په بدرګه د دې سيمې له ساینسي پارک څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د دغې لیدنې پرمهال د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ او د چین د انجنیرۍ اکاډمۍ له غړو او علمي څېړونکو او د ځوانانو د علمي نوښتي تصدیو له ځينو استازو سره خبرې وکړې او د دوی نظرونه يې واوريدل.

د هانکانګ علمي پارک د دې سیمې د ساینسي څېړنو او د تصديو یوه لویه اډه ده، چې څه باندې ۱ زر او سل تصدۍ پکې شتون لري او ۱۷ زره کارکوونکي يې په علمي څېړنو بوخت دي.

په دغه پارک کې د ډېرو کورنیو او بهرنیو مشهور علمي ارګانونو او پوهنتونو مستعدد کسان څېړنې کوي.

د يو بل خبر له مخې، د رئيس شي جين پينګ مېرمنې پنګ لي یوان د هانکانګ په لويډيځ کاولون سيمه کې د ډارمې مرکزڅخه لیدنه وکړه او د دې سیمې د کلتور او پرمختګ بهیر په اړه يې مالومات تر لاسه کړل. (هیله)