شي جين پينګ له هانکانګ څخه ليدنه پای ته ورسوله
CMG2022/07/01 16:34:38
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په هانکانګ کې بېلا بېل فعاليتونه بشپړ کړي او د جولای د لومړۍ نېټې په غرمه په ځانګړي اورګاډي کې له هانکانګ څخه وخوځيد.

شي جين پينګ په هانکانګ کې د چين له خوا د هانکانګ د حاکميت د بېرته اخيستلو د ۲۵مې کليزې په نمانځغونډه او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د ۶مې دورې حکومت د لوړې مراسمو کې ګډون وکړ، په جلا جلا توګه يې د هانکانګ د اداري، نقنيني او عدلي اورګانونو له مسئولينو، ليونګ چون ينګ، کاري لام او جان لي  او د بېلا بېلو برخو له استازو سره وکتل. شي جين پينګ په هانکانګ کې له ميشتو ځواکونو او د هانکانګ له علمي پارک څخه ليدنې وکړې. نوموړي د مکاو د ځانګړې اداري سيمې له اجراييوي مشر هو لات سينګ سره هم وکتل.