د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د تجارت نړيوال سازمان د جون په ۲۹مه نېټه د سويس په ژنيو کې د يوې غونډې په ترڅ کې د اسانې سوداګرۍ تړون د نافذېدو ۵مه کليزه ونمانځله.
د چين استازي په يادې نمانځغونډې کې د "ځيرکو ګمرکونو، ځيرکو سرحدونو او ځيرک پيوستون" په اړه د همکاريو د ودې او په چين کې د ياد تړون د پلي کېدو په هکله تجربې شریکې کړې.
د تجارت نړيوال سازمان د عمومي مدير مرستيالې انابيل ګونزاليز په يادې غونډې کې وويل، چې د اسانې سوداګرۍ تړون د څو اړخيزو سوداګريزو همکاريو لپاره نوي امکانات برابروي او دا د سوداګرۍ د انعطاف د لوړولو، د سوداګرۍ د ټولشموليت د ودې، له غير قانوني سوداګرۍ سره د مبارزې، له ډيجيټل ټيکنالوژيو د ګټې اخيستنې او د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره خورا مهم اهميت لري.
(ژباړه: شکريه)