شي جين پينګ له جان لي سره وکتل
CMG2022/07/01 15:46:46
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د لومړۍ نېټې په سهار په هانکانګ کې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې له اجرائيه رئيس جان لي سره وکتل.

شي جين پينګ جان لي ته د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د شپږم اجرائيه مشر په توګه د لوړېدو مبارکي وويله. هغه دې ته اشاره وکړه چې د چین مرکزي حکومت به د هانکانګ له نوي حکومت سره د قانون سره سم حکومتولۍ کې بشپړ ملاتړ وکړي.  

جان لي د رئيس شي جين پينګ او مرکزي حکومت د باور له امله مننه وکړه. هغه وويل، چې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د حکومت د رهبرۍ لپاره به په ټول توان سره کار وکړي، په حکومتولۍ کې به نوې فضا رامنځته کړي او د پرمختګ نوې پاڼه به پرانيزي.