پوتين: د روسیې د ځانګړو پوځي عملیاتو موخه نه ده بدله شوې
CMG2022/07/01 10:49:21
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د جون په ۲۹مه نېټه ترکمنستان ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ويلي، چې د روسیې ځانګړي پوځي عملیات روان دي او موخه يې نه ده بدل شوې چې د دونبس سیمه ازاده کړي او د ځايي وګړیو امنیت وساتي او روسیه باید د ملي امنیت د خونديتوب ډاډ ترلاسه کړي.

پوتین د جون په ۳۰مه نېټه په کرېملين ماڼۍ کې د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره په کتنه کې ویلي، چې روسیې د اوکراين د غلودانو د صادراتو مخه نه ده نيولې او د اوکراين باروړونکې بېړۍ کولی شي، چې له بندرونو يې تېرې شي.

نوموړي ويلي، چې روسیه به د اوکراين د غلودانو د حمل و نقل د ټول بهیر امنیت وساتي.

 (هیله)