د هانکانګ لپاره د چين”يو هېواد او دوه نظامونه“ پاليسي څرنګه پاليسي ده؟
CMG2022/07/02 14:24:01
شريکول:


د هانکانګ د زرين بوهنيا ډګر

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۳۰ مې نېټې په ماسپښين کې په ځانګړي اورګاډي کې هانکانګ ته ورسېد او د اورګاډو په ستېشن کې يې وينا وکړه.

نوموړي  وویل، له دې ښکاري، چې يو هېواد او دوه نظامونهپاليسي د هانکانګ د دايمي سمسورتيا، ثبات او د هانکانګيانو د ګټو د ساتلو لپاره ښه پاليسي ده. که پر دغې پاليسۍ ټينګار وشي، هانکانګ به خامخا لا روښانه او ښه راتلونکی خپل کړي.

يوه هېواد او دوه نظامونه پاليسي په يو هېواد کې د دوو سياسي او ټولنيزو نظریو پلي کېدونکی ميکانيزم دی، يعنې د چين په ستره برخه کې یې پر سوسياليستي نظام ټينګار کړی او د چين په هانکانګ، مکاو او تايوان کې یې د  کپیټلېزم نظام ساتلی دی. د چين د هغه وخت مشر دنګ شياو پينګ د دغه هېواد د سولې او يووالي د تر لاسه کولو لپاره ياده پاليسي وړاندې کړې، چې لومړی د هانکانګ د مسئلې د هوارې لپاره کارول شوې ده.

د چين حکومت د يادې پاليسۍ له اصولو سره سم د بريتانيا له حکومت سره د ډيپلوماتيکو خبرو اترو له لارې په بريالۍ توګه د هانکانګ له تاريخ پاتې شوې مسئله حل کړه.

په هانکانګ کې د چين او بريتانيا د واکمنو د سپارلو مراسم، د ۱۹۹۷م کال د جون له ۳۰ مې نېټې څخه د جولای د لومړۍ نېټې تر نيمې شپې پورې د دې سيمې د نندارتون په مرکز کې تر سره شول.

د چين حکومت د ۱۹۹۷م کال د جولای په لومړۍ نېټه د هانکانګ د ادارې حق بيا تر لاسه کړ او په دغه سيمه کې يې د بريتانيا د يوې نيمې پېړۍ استعمار پای ته ورساوه. د هانکانګ ځانګړی اداري سیستم جوړ شوی او هانکانګيان له دې وروسته په واقعي ډول د خپلې سيمې  خاوندان شوي دي.

د هانکانګ په ویکتوریا بندر کې چین ته د دې سيمې د بېرته ستنېدو د ۲۵مې کليزې په وياړ د څراغونو د څراغونو ننداره جوړه شوه

له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د نړيوال پولي مرکز په توګه د هانکانګ حيثيت پياوړی شوی دی

له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې، په هانکانګ کې د يو هېواد او دوه نظامونه  پاليسۍ د پلي کېدو له وضعيت دا ښکاري، چې دغې پاليسۍ نه يوازې په تاريخ کې پاتې شوې مسئلې هواره کړې، بلکې په هانکانګ کې د اوږدمهالې سمسورتيا او ثبات د ساتلو او د ډيموکراسۍ د پرمختګ لپاره اغېزمنه واقع شوې ده .

چین ته د هانکانګ له بېرته ستنېدو وروسته د دې سيمې او د دغه هېواد د ډېرو ولايتونو ترمنځ ګډې همکارۍ پیاوړې شوي او د دې سيمې اقتصاد ته ډېر پرمختګ ورکړل شوی دی.