د هانکانګ لپاره د چين ”د يوه هېواد او دوه نظامونه “پاليسي ولې بريالۍ شوه؟
CMG2022/07/02 13:25:19
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په لومړۍ نېټه د چين لخوا د هانکانګ د حاکميت د بېرته اخيستلو د ۲۵مې کليزې په لمانځغونډې، يعنې د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د ۶مې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې مهمه وينا وکړه.

هغه وويل، چې له ۲۵ کلونو راهيسې، د چين دولت د پوره ملاتړ، د هانکانګ سيمه ييز حکومت او بېلا بېلو ټولنو د ګډو هلو ځلو په مټ  ”د يوه هېواد او دوه نظامونه “پاليسۍ يعنې په يو هېواد کې د دوو نظامونو ميکانيزم د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی.

د ۱۹۹۷م کال د جولای د لومړۍ نېټې په صفر بجو، د چين حکومت د هانکانګ حاکميت د ادارې حق بيا تر لاسه کړ او له دې وروسته په يو هېواد کې د دوو نظامونو ميکانيزم، له نظر څخه په عمل بدل او دغه نوې سیاسي ازموينه په رسمي توګه پيل شوه. له ۲۵ کلونو راهيسې، هانکانګ په برياليتوب سره ډېرې ستونزې هوارې او ډېرې ننګونې يې لرې کړې دي، د نړيوال پولي، ترانزيټ او تجارتي مرکز په توګه يې مقام لوړ شوی، ځايي اوسيدونکي يې له بې سارو ډيموکراتيکو حقونو او ازادۍ څخه برخمن شوي او ژوند يې ډېر ښه شوی دی.

شمېرنه ښيي، چې له ۱۹۹۷م کال څخه تراوسه پورې، د هانکانګ د جي ډي پي شمېر دوه چنده زيات شوی، چې عمومي ارزښت يې ۲۸۶۰ ميليارډو هانکانګي ډالرو ته او د هر تن په سر يې ارزښت ۳۸۷ زرو هانکانګي ډالرو ته رسېدلی دی، دغه راز د بهرنيو اسعارو زېرمې يې د ۲۵ کلونو د مخه په پرتله ۵ چنده زياتې  شوې دي.

په يوه هېواد کېد سوسياليزم نظام او په ځينو ځانګړو سيمو کې يې د  کپیټلېزم نظام عملي  کول، د انسانانو د سياسي تيوريو او تجربو يو ستر نوښت او ښه نمونه ده. د امريکا د کوهن صندوق رئيس، روبيرټ لاورينس کوهن څه موده مخکې په يو فورم کې  وویل، چې په يوه هېواد کې د دوو نظامونو ميکانيزم، هانکانګ ته يو ځانګړی مقام ورکړی او د چين  نړیوال اغېز او نرم ځواک يې څرګند کړی دی.

 عام افکار له دې سره علاقه لري، چې ولې دغه ميکانيزم دومره قوي دی؟

چين ته د هانکانګ له بېرته راستندو وروسته د چين مرکزي حکومت په يو هېواد کې د دوو نظامونو پر بنسټ د ځانګړې اداري سيمې په توګه د قانوني ادارې نظام جوړ کړی او په پر له پسې ډول يې د اساسي قانون او د بنسټيزو  قوانینو د عملي کولو په هکله اړوند ميکانيزم بشپړ کړی دی. په ځانګړې توګه د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې د دغه ګوند مشرانو د هانکانګ د نويو حالاتو په هکله په يو هېواد کې د دوو نظامونو د ميکانيزم په اړه يو لړ مهم ترتيبات او پرېکړه ليکونه  تصویب کړي ، چې د دغه ميکانيزم د ثابت او دايمي کېدو تامين يې کړی دی.

په دې وروستيو کلونو کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ څو ځلې د يو هېواد او دوو نظامونو تر منځ د اړيکو په هکله خپلې نظريې څرګندې کړې. مثلاً هغه د ونې د ريښې او پاڼې تر منځ د اړيکو  مثال ورکړی او دې ته يې اشاره  کړې، چې که يوازې ريښې تر ژورو خاورو لاندې ټينګې شي، پورته به پاڼې  شنې او زياتې شي. هغه وويل، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټه په يوه هېواد کې د دوو نظامونو له ميکانيزم څخه ټينګ ملاتړ کوي او په اوږدمهال کې به دغه نظام  بدل نشي. بر سېره پر دې دغه ميکانيزم به په هراړخيزه او دقيقه توګه پلی شي. شي جين پينګ دا ځل د دغه ميکانيزم په اړه نور ژور  توضیحات ورکړي دي.

د ملي حاکميت، خونديتوب، او پرمختیایي ګټو ساتل، په يوه هېواد کې د دوو نظامونو د ميکانيزم تر ټولو لوړ اصول  دی. د چين مرکزي حکومت د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د پوره ادارې حق او واک لري، چې دا د دې سيمې د ځانګړې ادارې بنسټ دی. په ورته وخت کې مرکزي حکومت په پوره توګه د قانون له مخې د ځانګړې اداري سيمې د خودمختارۍ حق ته درناوی کوي او ساتي یې. د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې واک بايد د وطنپالو په لاس کې  وي او اداري واک يې بايد په ښه توګه وساتل شي، څو د دې سيمې سمسورتيا او ثبات او د څه باندې اووه ميليونو اوسيدونکو ګټې يې وساتل شي.

دغه نظريې له څو اړخونو څخه د يو هېواد او دوو نظامونو تر منځ اړيکې  بیانوي او د هانکانګ د سياسي ادارې لپاره مهم بنسټ برابروي. که د يو هېواد اصول لا ټينګ وي، د دوو نظامونو ښېګنه به لا نوره څرګنده شي.