چک د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد په توګه دنده پيل کړه
CMG2022/07/02 10:32:21
شريکول:

چک ته د جولای په لومړۍ نېټه له فرانسې څخه د اروپايي ټولنې د رئيسه هېواد په توګه دنده وسپارل شوه.

د اروپايي ټولنې رئيسې وڼديرليون په همدې ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ له چک هیواد څخه لیدنه وکړه او له چارواکو سره يې د اروپايي ټولنې د رئيسه هېواد په توګه د دغه هېواد په کاري پلانونو او اړوندو موضوعاتو بحثونه وکړل.

نوموړې د چک له صدراعظم پيټر فيالا سره په ګډ  خبري کنفرانس کې هيله وښوده، چې چک به په خپل ماموريت کې د انرژۍ، د اقلیمي بدلون  او ډيجیټلي چارو په ګډون، د يادې ټولنې د اړوندو پلانونو عملي کارونه پرمخ يوسي.

دغه راز پيټر فيالا وويل، چې هېواد به يې له اروپايي ټولنې سره د انرژۍ د ستونزو د هوارۍ په برخه کې همکارۍ وکړي. نوموړي همدارنګه د دې ټولنې له غړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې په همغږۍ سره دې د انرژۍ تګلارې پلې کړي او د اوسني بحران د لرې کولو لپاره دې ګډ کار وکړي.