د افغانستان د سرپرست حکومت مشر مولوی هبت الله اخوندزاده د ديني عالمانو په غونډې کې ګډون وکړ
CMG2022/07/02 11:34:32
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت مشر مولوی هبت الله اخوندزاده په کابل کې د ديني عالمانو په غونډې کې ګډون او وينا وکړه.

نوموړي په خپلې وينا کې د هېواد د بېلا بېلو ځايونو له ديني مشرانو څخه غوښتنه  وکړه، چې د ملي وحدت د ساتلو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.  ده د ډيپلوماتيکو تګلارو په هکله زياته کړه، چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی او د مذهبي مسئلې په هکله له نورو هېوادونو سره خبرې نه کوي.

ده خپلو ګاونډيانو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان له نورو هېوادونو سره دښمني نه لري او پر ګردې نړۍ يې غږ  وکړ، چې د دې هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. ده وويل، چې اوس دغه هېواد د بهرنيانو په لاس کې نه دی.

سربېره پردې هغه هيله وښوده، چې په نورو هېوادونو کې پاتې افغان سياستوال او سوداګر دې بېرته خپل وطن ته راستانه شي او د هېواد په دننه کې دې فابريکې جوړې کړي.  دده په وينا، چې د نورو هېوادونو پر مرستو تکيه کول د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه لاره چاره نه ده.

(غاټول)