سروې: ۷۱ سلنه امريکايان نه غواړي جوبايډن د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بيا ګډون وکړي
CMG2022/07/02 11:30:20
شريکول:

د کاپيتول هيل ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د امريکا د هاوارد پوهنتون نوې سروې ښيي، چې د ٪۷۱ امريکايانو په اند، جوبايډن دې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بيا ګډون  نه کوي. د ځواب ورکوونکو په منځ کې ۴۵ سلنه يې بايډن بد ولسمشر بولي او شاوخوا يو په درېيمه برخه يې دا نظر لري، چې هغه زوړ دی او په ورته وخت کې شاوخوا يو په څلورمه برخه ځواب ورکوونکي وايي، چې بايد اوسنی حالت بدل شي.

سربېره پر دې ۶۱ سلنه ځواب ورکوونکي په دې نظر دي، چې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرامپ دې د ۲۰۲۴ کال لپاره په ولسمشريزو ټاکنو کې برخه وا نه خلي.

 

(غاټول)