امريکايي رسنۍ: پنټاګون اوکراين ته د وسلو جوړولو تجويزونه تر تدقيق لاندې نيسي
CMG2022/07/02 12:56:18
شريکول:

سي اېن اېن د امريکا د دفاع وزارت د چارواکو په قول خبر ورکړ، چې دغه وزارت د ۸۰۰ کمپنيو لخوا د وړاندې شوو ۱۳۰۰ هغو تجويزونو په څېړلو بوخت دی، چې اوکراين ته د وسلو له جوړولو سره تړاو لري. دغه وزارت به په راتلونکو څو اوونيو کې پرېکړه وکړي، چې کوم تجويزونه به انتخاب او عملي کړي.

د معلوماتو له مخې یاد تجويزونه د اوکراين د اړتياوو د پوره کولو لپاره وړاندې شوي دي.
د امریکا ولسمشر جوبايډن په همدې ورځ په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد به يې له اوکراين سره د ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرستو پلان عملي کړي.

امريکا د روسيې او اوکراين د شخړې له رامنځته کېدو راهيسې له اوکراین سره د ۶۱۰۰ ميليونو امریکايي ډالرو پوځي مرستو اعلان کړی دی.