روسيه: د ناټو هغه کړنه چې روسيه تر ټولو لوی ګواښ بولي، د هراړخيز تقابل معنا لري
CMG2022/07/02 10:34:31
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ګروشکو د جولای په لومړۍ نېټه د دغه هېواد د والډی مباحثوي کلب(Valdai Discussion Club) فکري مرکز غونډې ته په وينا کې وويل، د ناټو هغه کړنه چې روسيه تر ټولو لوی ګواښ بولي، د هراړخيز تقابل معنا لري، چې هدف يې په هراړخيزه توګه د روسيې مخه نيول دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ناټو د ماډريد سرمشريزې د غونډې نتيجه ښيي، چې دغه سازمان بېرته د سړې جګړې ماډل ته ستون شوی، که  د فنلنډ او سويډن په دغه سازمان کې شامل شي، نو د بالتيک سمندر سيمې وضعيت به خراب شي او دا به د اروپا د امنيتي پرمختګ په بهیر کې له ډېرو غمجمنو پېښو څخه وګرځي. ده همداراز زیاته کړه، چې که فنلنډ او سويډن په ناټو کې شامل شي، روسيه به یې په مقابل کې د خپل امنيت د ساتلو اقدامات غوره کړي.

د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو د جون په ۲۹ مه نېټه د ماډريد په سرمشريزه کې د ۲۰۲۲م کال لپاره خپلې ستراتېژۍ تصويب کړې او پکې يې روسيه تر ټولو لوی او مستقيم ګواښ وباله.