((د چين حکومتوالي)) کتاب څلورم ټوک په چيني او انګليسي ژبو خپور شو
CMG2022/07/02 11:28:42
شريکول:

((د چين حکومتوالي)) کتاب څلورم ټوک، چې د حکومتوالۍ په اړه د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ د مفکورې په اړه هراړخيز معلومات پکې ورکړل شوي، په چيني او انګليسي ژبو خپور او د نړيوالو لپاره صادر شوی دی.

دغه کتاب د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر، د چين د کمونېست ګوند د تاريخ او سندونو د څېړنيز انسټيټيوټ او د بهرنيو ژبو د ادارې له خوا په ګډه اډېټ او د بهرنيو ژبو د خپرندويې ټولنې له خوا خپور شوی دی.

په دغه کتاب کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ له درېيمې نېټې څخه د همدې کال د مې تر لسمې پورې د شي جين پينګ د ويناوو، خبرو، هدايتونو او د مبارکۍ پيغامونو په اړه ۱۰۹ مقالې شاملې دي او پر ۲۱ برخو وېشل کيږي. د دې تر څنګ په دې کتاب کې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ راهيسې د ده ۴۵ عکسونه هم ليدل کيږي.