شي جين پينګ په هانکانګ کې د چين د ازادي بښونکي پوځ څخه ليدنه وکړه
CMG2022/07/02 11:36:32
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين بينګ د جولای په لومړۍ نېټه په هانکانګ کې د چين له ازادي بښونکي پوځ څخه ليدنه وکړه.

هغه دې ته په اشارې سره وویل، چې بېرته هېواد ته د هانکانګ د راتګ له ۲۵کلونو راهيسې دغه پوځ د دفاعي چارو په مرکزيت بېلا بېلې دندې تر سره کړي او  په وروستيو کلونو کې د پېچلي بدلون پر وړاندې يې د هانکانګ د ادارې په اړه د مرکزي حکومتي کارونو د تر سره کولو لپاره خدمتونه کړي او له ګډوډۍ څخه د دې سيمې د وتلو لپاره يې ډېر مهم رول لوبولی دی.

ده زیاته کړه، چې هانکانګ اوس د بیا سمسورتيا په کليدي پړاو کې  دی، نو په هانکانګ کې د چين د ازادي بښونکي پوځ دندې او مسؤليت ډېر دروند دی، نو پوځي توان يې دې لا پياوړی شي، څو د ملي امنيت د ساتلو، د هانکانګ د دايمي سمسورتيا او ثبات د ساتلو او په يو هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو لپاره لازيات خدمتونه وکړي.

(غاټول)