چيني استازي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه
CMG2022/07/02 11:35:29
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جولای په لومړۍ نېټه د افغان ښځو او نجونو په بشري حقونو بېړنۍ غونډه راوبلله. په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د چين دایمي استازي چن شيو په دغه غونډه کې د خپلې وينا پرمهال له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره دې زياتې مرستې وکړي.

ښاغلي چن شيو په خپلو خبرو کې وويل، چې په افغانستان کې سختو زلزلو، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې ساری نه لري، دغه هېواد ته د سر او مال لوی تلفات  اړولي او د ښځو او نجونو په ګډون د افغان خلکو بشري حقونه يې له سختو ګواښونو سره مخ کړي دي.

ده زیاته کړه، چې چين د افغانانو په غم  کې ځان شريک ګڼي او حکومت يې ورسره د ۵۰ ميليونو يوانو په ارزښت بېړنۍ مرستې کړي او اړوند توکي يې افغانستان ته رسېدلي دي. چین شیو ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د اړتياوو له مخې ورسره زياتې مرستې وکړي، څو د خلکو ستونزې ژرترژره هوارې او ژوند او چارې يې عادي شي.

دغه راز ښاغلي چن شيو وويل، چې افغانستان د تاريخ په څلور لاره کې دی او سوله او پرمختګ يې د خلکو د بشري حقونو لپاره ډېر مهم دی. نړيواله ټولنه دې د دغه هېواد خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ، د افغانانو په خپله خوښه انتخاب، ديني عقيدې او قومي دودونو ته درناوی وکړي او له لنډمهاله حکومت سره يې دې زيات تعامل وکړي، دغه راز د ټولشموله سياسي چوکاټ د جوړولو، د نرمو کورنيو او بهرنيو پاليسيو د غوره کولو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو خلکو د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي، څو دغه هېواد پرځان بسيا شي او د منظمې حکومتوالۍ حالت ته وګرځي.

ښاغلي چن شيو زياته کړه، چې امريکا د افغانستان د ستونزو اصلي جوړوونکې ده. په افغانستان کې د امريکې لخوا پيل شوې جګړې د ګڼ شمېر بې ګناه خلکو ژوند اخيستی او د ګڼ شمېر ښځو او نجونو په ګډون ډېر خلک يې بې کوره کړي دي، دغه راز په بربنډه توګه يې د دغه هېواد ملي شتمني لوټ کړې او غمځپلي خلک يې بيا له ستونزو سره مخ کړي دي. چین له امريکا څخه غوښتنه کوي، چې پر افغانستان يواړخيز بنديزونه سمدستي لغوه کړي، له شرط پرته دې افغانانو ته شتمني بېرته ورکړي، له هغوی سره دې رښتينې مرستې وکړي او ور اړول شوي زيانونه دې یې جبران کړي.