د چين د شمال ختيځ په لياو نينګ ولايت تي لينګ ښار کې د لوبيا کرلو په پټيو کې جوار او لوبيا په ګډه کرل کېږي، چې د کرلو په برخه کې يوه نوې ازموينه ګڼل کېږي. جوار او لوبيا په مختلف انډول قطر په قطر کرل کېږي، چې د جوارو په پټيو کې د لوبيا بوی هم خپرېږي.
یوه کرهڼپوه دا معلومات ورکړل، چې جوار او لوبيا په دې ډول کرل کېږي، چې جوار په عادي توګه وده کوي، په ورته وخت کې د لوبيا د کرلو مساحت هم پراخیږي ، نو بزګر د حاصلاتو په موسم کې دوه ډول کرهنيز توليدات تر لاسه کولی شي.
روان کال چين د جوار او غوړيو ورکوونکو نباتاتو د توليد ا پياوړې پروژه پيل کړه، چې د هېواد په ۱۶ ولايتونو کې به د جوارو او لوبيا د ګډو کرلو لارې عملي شي او مساحت به يو ميليون هکتارو ته ورسيږي. د چين حکومت په دې چارو کې مالي ملاتړ زياتوي او دغه نوې تېکنالوژي پراخوي.