د چينايي تصديو د توليداتو د خرڅلاو عايد مياشت په مياشت زيات شوي
CMG2022/07/03 14:42:23
شريکول:

د چين د مالياتو د دولتي عمومي ادارې تازه شمېرنه ښيي چې د چينايي تصديو د توليداتو د خرڅلاو عايد مياشت په مياشت زیات شوي دي. د جون له لومړۍ نيټې څخه تر ۲۵مې نيټې پورې د دغو تصديو د پلورنې عايد د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپږ اعشاريه اته زياتوالی ښيي، خو په مې میاشت کې دغه شمېر يوازې په سلو کې يو اعشاريه نهه و.

 

شانګهای چې اقتصاد یې په يوه مخکنۍ موده کې د کرونا وبا له کبله اغيزمن شوی و، اوس د رغېدو په حال کی دی. د جون له لومړۍ نيټې څخه تر ۲۵مې نيټې پورې په دې ښار کې د تصديو د خرڅلاو عايد د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۸ اعشاريه ۲ زيات شوی دی.

 

(غاټول)