د افغانستان د علماوو لويې غونډې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد سرپرست حکومت دې په رسميت وپېژني
CMG2022/07/03 12:38:26
شريکول:

د افغانستان د علماوو لويه غونډه د جولای په ۲مه نېټه د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره پای ته ورسېده. په دغه پرېکړه ليک کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې، چې د دغه هېواد د سرپرست حکومت په رسميت دې وپېژني.

په پريکړه ليک کې دغه راز ويل شوي، چې افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په شمول د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر اساس ښې اړيکې غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر خلاف وکاروي او دغه راز په خپلو کورنيو چارو کې هم پرديو ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

په پريکړه ليک کې راغلي، چې داعش يوه فتنه ګره ډله او خوراج دي. بر سيره پر دې دغه پريکړه ليک د نشه يي توکو کښت، توليد، قاچاق او استعمال د مخنيوي په اړه د صادر شوي فرمان په ټينګه ملاتړ کوي. 

د افغانستان سرپرست حکومت د جون له ۳۰مې نيټې څخه په کابل کې د علماوو لويه غونډه راوبلله، چې د دغه هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه شاو خوا ۳۵۰۰ ګډونوال ورته راغلي دي.