د اروپايي کمېسيون رئيسه: اوکراين دې په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو لپاره ډېرې هڅې وکړي
CMG2022/07/03 11:32:13
شريکول:

 د اروپايي کمېسيون رئيسې وڼديرليون د جولای په درېیمه نېټه د اوکراين د پارلمان يوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې اوکراين دې په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو لپاره د فساد ضد مبارزه پياوړې کړي او یو لړ اصلاحات دې ترسره کړي، دغه راز د څارنوالۍ او د فساد ضد مبارزې د ملي ارګان نوي مسئولين دې وټاکي.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير دميټرو کوليبا د جولای په دوهمه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي، چې هغه په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له لوړپوړي استازي بورلي سره تليفوني خبرې وکړې او په ترڅ کې يې د اروپايي ټولنې د کانديد هېواد په توګه له ټاکل کېدنې وروسته د اوکراين په کاري پلانونو بحثونه وکړل، د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې او موافقه يې وکړه، چې پر روسيې دې د بنديزونو اووم پړاو ولګوي.

د روسيې د دفاع وزارت وياند کوناشینکوف په همدې ورځ وويل، چې په اوکراين کې د روسيې پوځي عمليات روان دي او اوکراين ته يې لوی تلفات اړولي دي.