د ايران د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د ايران په جنوب کې د جولای د ۲مې نيټې په سهار وختي درې ځلې د ريکتر په کچه څه باندې۶ درجې زلزلې وشوې. تر اوسه پورې په دغو زلزلو کې ۵تنه وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.
لومړنۍ زلزله پر ځايي وخت د جولای د ۲مې نېټې په سهار وختي ۲بجې وشوه، چې مرکز يې د ايران په جنوب د هرمزګان ولايت خمير بندر ته نژدې و او ژوروالی يې ۱۰ کيلومتره و. په زلزله ځپلو سيمو کې ځيني کورونه ويجاړ شوي او ټپيان ځايي روغتونونو ته وړل شوي دي.