د امريکا نظامي کارپوه: امريکا او ناټو د روسیې او اوکراين تر منځ شخړې کې زياتېدونکي خطرونه کم ارزولي
CMG2022/07/03 12:39:19
شريکول:

امريکايي نظامي کارپوه او په  افغانستان کې د امريکا د پخوانيو ميشتو پوځيانو د قومندان مشاور جيک ميډګلي ویلي، چې د روسیې او اوکراين تر منځ شخړې لا هم سختې دې، خو امريکا او ناټو د دغې شخړې د لا سختوالي خطرونه کم ارزوي. هغه وويل، چې که امريکا او ناټو په پر له پسي ډول اور کې تيل واچوي او له اوکراين څخه ملاتړ وکړي او نظامي تجهيزات ورکړي، ښايي چې دا کار نه اټکل کېدونکې بدې پايلې ولري.

نوموړی په دې نظر دی، چې بېلابېل لوري دې د روسیې او اوکراين تر منځ د سخړې د سختوالي د مخنيوي لپاره له زغمه کار واخلي. ناټو بايد په دغه سازمان کې د اوکراين، سويډن او فنلنډ د ګډون په هکله بيا فکر وکړي. امريکا او ناټو دې د روسیې او اوکراين تر منځ د سوله ييزو خبرو اترو هڅونه وکړي او سخړې دې حل کړي.