د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د ثابت روزګار لپاره تدبيرونه نيول شوي دي
CMG2022/07/03 15:04:07
شريکول:

اټکل کېږي، چې روان کال د چين له پوهنتونونو او پوهنځيو څخه د فارغانو شمېر ۱۰ ميليون، ۷۶۰ زرو ته ورسيږي، چې د تېر کال په پرتله به ۱ ميليون، ۶۷۰ زره زيات شي. اوس د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د دغو کسانو لپاره ژر د کار پيدا کولو  زيات تدبيرونه نيول شوي دي.

د بېلا بېلو ځايونو  بشري ځواک او ټولنيز ضمانت څانګو په ويبسايټونو کې د دغو فارغانو لپاره د کار موندلو، بې کارۍ په هکله د معلوماتو ثبتولو، په وړيا توګه د کاري فرصتونو په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو، د کار لارښوونې او روزنې په اړه خدمات وړاندې کېږي.

د چين د بشري ځواک او ټولنيز ضمانت وزارت چارواکي سونګ شين دا معلومات ورکړل، چې دغه وزارت د انټرنيټ له لارې د کاري  فرصتونو د پيدا کولو په برخه کې ځانګړي خدمات وړاندې کړي او د څه باندې لس ميليونو کاري فرصتونو معلومات يې خپاره کړي دي. برسيره پر دې، په چين کې د کاري فرصتونو د پيدا کولو لپاره ۲۰زره ويبسايټونه او ۵۰ زره افلاين مرکزونه جوړ شوي دي.