په راتلونکو پنځو کلونو کې ښايي هانکانګ نوی پرمختګ ومومي
CMG2022/07/03 14:44:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د جولای په لومړۍ نېټه بېرته هېواد ته د هانکانګ د راتګ د ۲۵مې کاليزې په لمانځغونډه او د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د شپږمې دورې سيمه ييز حکومت د لوړې په مراسمو کې وويل، چې اوس هانکانګ له ګډوډۍ څخه د پرمختګ په نوی پړاو کې واقع دی او راتلونکي پنځه کلونه به د هانکانګ لپاره کليدي موده وي، چې سيمه ييز حکومت به نوی پرمختګ ومومي. د هانکانګ لپاره فرصتونه او ننګونې ګډې موجودي دي، خو فرصتونه يې د ننګونو په پرتله زيات دي. هغه د هانکانګ د راتلونکي پنځه کلن پرمختګ په هکله خپل څلور اميدونه وړاندې کړل او د ښې راتلونکي په لور يې د هانکانګ لارښوونه وکړه. د هانکانګ د ټاکنو کمېسيون غړي لي شياو هوي په دې اند دی، چې د رئيس شي جين پینګ وينا د هانکانګ لپاره هيله بښونکې ده، چې ور څخه د دې سيمې راتلونکي پرمختګ ته د چين د مرکزي حکومت پاملرنه  او ورباندې د دوی باور څرګنديږي.

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس له جوړېدو راهيسې رئيس شي جین پينګ تل د هانکانګ سمسورتيا او ثبات او د هانکانګيانو ګټو ته پاملرنه کړې او کوي يې. هغه دې ته په اشارې سره ويلي، چې پرمختګ د هانکانګ بنسټ دی او د دې سيمې د بېلا بېلو مسئلو د حل لپاره طلايي کلي هم ده. نو په راتلونکو پنځو کلونو کې هانکانګ څنګه له دغه کلي څخه استفاده وکړي؟

رئيس شي جين پینګ د اداري سويې د لوړوالي، د پرمختيایي انجين د پياوړتيا، د خلکو د ژوند د ستونزو د لېرې کولو او د هوساينې او ثبات د ساتلو په شمول څلور اميدونه وړاندې کړل او هيله يې وښوده چې د نوې دورې حکومت” يو هېواد او دوه نظامونه“ پاليسي په ښه توګه پلې کړي، د هانکانګيانو د علاقې وړ موضوعاتو ته رسېدنه وکړي او د مرکزي حکومت او هانکانګي وطنوالو ترمنځ متقابل پوهاوي لپاره هڅې وکړي.

هانکانګ نه یوازې د هېواد ملاتړ تر لاسه کړی، بلکې د نړۍ له نورو هېوادونو سره وصل شوی، چې دا د دې سيمې ځانګړی غوره والی بلل کيږي.  د چين مرکزي حکومت تر خپلې وسې پورې له هانکانګ څخه ملاتړ کوي، چې د دولتي پرمختګ له تاريخي فرصت څخه استفاده وکړي، د څوارلسم پنځه کلن پلان د پلي کولو، د ګونګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د لوی خليج د ابادۍ او د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختيایي ستراتيژۍ د عملي کولو په برخو کې ګډون وکړي. د دې ترڅنګ د چين مرکزي حکومت د هانکانګ او نورو هېوادونو ترمنځ د لانږدې همکاريو د پياوړتيا او د اصلاحاتو د تر سره کولو لپاره له دې سيمې څخه بشپړ ملاتړ کوي. د چين مرکزي حکومت د دغه ملاتړ له لارې د هانکانګ د چټک پرمختګ لار په ګوته کړه. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس هانکانګي غړي تو های مينګ دې ته اشاره وکړه، چې د هېواد پرمختګ د هانکانګ تر ټولو لوی انجين دی.

د چین مرکزي حکومت د څوارلسم پنځه کلن پلان کې تائيد کړی، چې د نړيوال پولي، ترانزيټي او سوداګريز مرکز په توګه د هانکانګ له رول څخه ملاتړ کوي او د نړيوال ابتکاري علمي او تخنيکي مرکز او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د کلتوري او هنري تبادلې د مرکز په توګه به دغه سيمه وټاکي. له دې کبله هانکانګ نه يوازې د کورني اقتصادي دوران په بهير کې مهم ګډون کوونکی شوی، بلکې د کورني او نړيوال اقتصادي دوران مهم پرمخ وړونکی ګرځېدلی دی.

تېر ۲۵ کلونه يوه ډېره لنډه موده ده، خو د هانکانګ لپاره دغه موده د اهميت وړ ده. څرنګه چې نړيوالو په دې سيمه کې د” يو هېواد او دوه نظامونه“پاليسۍ برياليتوب ليدلی دی. دغه پاليسي دومره ښه ده، نو هېڅ دليل نه شته چې ياده پاليسي بدله شي، بلکې د اوږدې مودې لپاره دې پرې ټينګار وشي. په راتلونکې کې به هانکانګ خامخا د يو هېواد پر بنسټ  د دوو نظامونو له غوره والي څخه په استفادې سره خپل نوی پرمختګ ومومي.