سوري پوځ: اسرائيلي ځواکونو د سوريې شمال لوېديځ بمبار کړی
CMG2022/07/03 11:28:31
شريکول:

 

د سوريې ځواکونو د جولای په دوهمه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي د سوريې پر شمال لوېديځ ترتوس ولایت بمباري کړې چې له امله يې د يوې ښځې په شمول ۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

له ۲۰۱۱م کال وروسته کله چې په سوريه کې کورنۍ جګړه پيل شوې،  اسرائيلي ځواکونه وخت ناوخت د ايران پر پوځي تجهيزاتو د بريدونو په پلمه پر سوريې هوايي بريدونه کړي دي. د سوريې او ایران حکومتونو په دغه هېواد کې د ايراني ځواکونو شتون رد کړی دی.