په چين کې د اورګاډو له لارې د لېږدول شويو مالونو اندازه زياته شوې
CMG2022/07/03 10:59:23
شريکول:

د چین د رېل پټليو ملي ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال له جنورۍ تر جون پورې په دغه هېواد کې د اورګاډو له لارې د ليږدول شوو مالونو اندازه يو مليارډ او ۹۴۶ ميلیونه ټنه ښودل شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰۲ ميليون ټنه او ٪۵.۵ زیاتوالی ښيي، دغه راز د لېږدول شوو مالونو ورځنۍ اندازې او یو شمېر اشخاصو نوی ريکارډ جوړ کړی دی.

شمېرنه همدارنګه ښيي، چې په همدې موده کې په چين کې يو مليارډ او ۴۰ ميلیون ټنه سکاره په اورګاډو کې لېږدول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۷.۹ زیاتوالی ښيي.

د چين د رېل پټليو ملي ادارې په همدې موده کې د نورو هېوادونو د رېل پټليو له ادارو سره ګډې همکارۍ پياوړې کړي، چې په ګډه د يو کمربند او یوې لارې ابادۍ ته يې خوځنده ځواک ورکړی دی.

د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د چين او اروپا ترمنځ اورګاډو ۷۴۷۳ ځلې تګ راتګ کړی او ۷۲۰ زره معياري کانتينرونه يې لېږدولي دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلاجلا توګه ٪۲ او ٪۲.۶ زيات شوی دی.