اروپايي ټولنې په لومړي ځل له امریکا څخه د روسيې په پرتله ډېر طبيعي ګاز وارد کړی دی
CMG2022/07/03 14:40:16
شريکول:

د نړيوالې انرژۍ ادارې د جون د ډېرشمې نيټې شمېرنه ښيي چې اروپايي ټولنې په جون مياشت کې په لومړي ځل له امريکا څخه د روسيې په پرتله ډېر طبيعي ګاز وارد کړی دی.

د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې تر اغيزې لاندې روسيې د لويديځو هېوادونو له بنديزونو سره د مقاومت لپاره په جون کې تر زياتې اندازې پورې اروپا ته د ليږدول شويو طبيعي ګازو اندازه کمه کړې ده. د روسيې لوري وايي چې دوی به د جولای په منځنۍ لسيزې کې المان ته د طبيعي ګازو عرضه وځنډوي. سربېره پردې روسيې فنلنډ، پولنډ او بلغاريا ته د طبيعي ګازو صادرات بند کړي دي.

د معلوماتو له مخې د اروپا د طبيعي ګازو د وارداتو ۴۰ سلنه برخه له روسيې څخه اخيستل کيږي.

(غاټول)