د ډنمارک لومړۍ وزیره: د کوپنهاګن برید وحشیانه دی
CMG2022/07/04 10:29:43
شريکول:

د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې پر ځايي وخت د جولای د درېيمې نېټې په شپه د ډزو پېښه شوې ده.

د ډنمارک لومړۍ وزيرې فريزر ريکسن په يوې اعلاميې کې ياده پېښه غندلې او دا یې يو وحشيانه بريد بللی دی.

پوليسو ويلي، چې په يادې پېښې کې ۳ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي او په تړاو يې يو ۲۲ کلن شکمن کس نيولی دی.