د چين سره صليب افغاني سرې مياشتې ټولنې ته مرستندويه توکي وسپارل
CMG2022/07/04 10:57:47
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين سره صليب ټولنې د جولای په درېيمه نېټې د افغانستان په پلازمينې کابل کې افغاني سرې مياشتې ټولنې ته بشري مرسته وسپارله.

په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو او د افغاني سرې مياشتې  رئيس مطيع الحق خالص د يادو بشري مرستو د سپارلو مراسمو کې ګډون کړی و.

وانګ يو وويل، چې د افغانستان زلزلې د چينايانو زړونه دردولي او د چين حکومت د زلزله ځپلو سيمو وضعيت ته ډېره پاملرنه کړې او چټکې مرستې يې کړې دي.

 د چين سره صليب ټولنې د جون په ۳۰مه نېټه افغانستان ته مرستندويه توکي وليږدول او افغاني سرې مياشتې ټولنې ته يې مرستندويه پيسې هم وسپارلې.

 چين تر خپلې وسې د افغانستان د جنوب ختيځو زلزله ځپلو سيمو سره مرستې کړي او د هغو هيوادونو په شمېر کې راځي، چې د افغانستان له زلزله ځپلو سيمو سره يې پر وخت، صادقانه او ډېرې مرستې کړې دي.

وانګ يو زياته کړه، چې چين به د زلزله ځپلو سيمو د ستونزو د ليري کولو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان د پر ځان بسيا پرمختګ لپاره به خدمتونه وکړي.

مطيع الحق خالص په خپلو خبرو کې وويل، چې افغانان او چينايان ټينګه دوستي لري او افغانستان د چين له بشري مرستو ډېره مننه کوي.

نوموړي هيله وښودله، چې د چين سره صليب ټولنه له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره نږدې اړيکې وساتي او د اقتصاد، علمي ټېکنالوژۍ او طبي چارو په برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.