د کینیا دفاعي ځواکونو د الشباب لس وسله وال وژلي
CMG2022/07/04 10:30:26
شريکول:

د کينيا دفاع وزارت پر ځايي وخت د جولای په لومړۍ نېټې يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې د دغه هيواد دفاعي ځواکونو له سوماليې سره پر ګډې پولې د لامو سيمې ته څېرمه د امنيتي عملياتو په ترڅ کې د الشباب ډلې لس وسله وال وژلي دي.

اعلاميه وايي، چې د کینیا ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيولي دي.

کينايي ځواکونو له سوماليې سره په سرحدي سیمې کې یو لړ امنیتي عملیات پر لاره اچولي او موخه يې دا ښودل شوې، چې د سومالیې د وسله والو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.