د روسيې فدراسيون د اساسي قانون کمېټې مشر کريشاس پر ځايي وخت د جولای په درېيمه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د روسیې په بلګرود ایالت کې د ملکي وګړو وژل او د ملکي بنسټیزو تاسیساتو ويجاړول د اوکراين د مستقيم تېري په مانا دی او د نظامي وسایلو په ګډون سخت ځوابونه به ورکړي.
اوکراین د روسیې د دې ادعا په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
د بلګرود ايالت مشر ګلادکوف په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د روانې مياشتې د درېيمې نېټې په سهار په بلګرود ښار کې څو چاودنې وشوې، چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.
نوموړي ويلي، چې د يادو چاودنو له امله ۱۱ استوګنيزې ودانۍ او لږ تر لږه ۳۹ ملکي هستوګنځايونه هم ويجاړ شوي دي.