د فرانسې د پاريس چارليس دې ګاولې هوايي ډګر د کارکوونکو اعتصاب درېیمې ورځې ته غځېدلی، چې له امله یې سلګونه الوتنې لغوه شوې دي.
د فرانسې ټلويزيون خبر ورکړی، چې ټاکل شوې وه، د جولای په دوهمه نېټه له ياد هوايي ډګر څخه ۱۵۰ الوتنې وشي، خو د اعتصاب کوونکو له امله ټولې الوتنې لغوه شوې دي.
راپورونه وايي، چې اعتصاب کوونکو د هوايي ډګر ځغاستليکې هم بندې کړې دي.
د مالوماتو له مخې، د پاريس چارليس دې ګاولې هوايي ډګر د کارکوونکو اعتصاب هغه الوتنې اغېزمنې کړي، چې د روانې مياشتې د ۲مې نېټې د سهار له ۷ بجو څخه د ماسپښين تر ۲ بجو پورې ترسره کېدې.