د روسيې د دفاع وزير سيرګي شويګو د جولای په ۳ مه نېټه ويلي، چې ځواکونو يې پر همدې ورځ لوهانسک سيمه نيولې ده او بشپړ کنټرول پرې لري.
د اوکراين د دفاع مرستيال وزير يوري ساک په همدې ورځ ويلي، چې د روسیې ځواکونه پر ليسيچانسک بشپړ کنټرول نه لري.
نوموړي زياته کړې، چې اوکرايني ځواکونه اوس د دونباس د نيولو لپاره پر مبارزې بوخت دي او له لاسه وتلې سیمې به بیا نيسي.