د شي جين پينګ وينا د هانکانګيانو او مکاويانو زړونه خپل کړي
CMG2022/07/04 14:52:31
شريکول:

د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو  ويلي، چې چين ته د هانکانګ د بېرته راستنېدو د ۲۵مې کليزې لمانځغونډې او د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د شپږمې دورې حکومت د لوړې مراسمو ته د شي جين پينګ وينا د هانکانګيانو او مکاويانو زړونه خپل کړي او د يو هېواد او دوو نظامونو د دايمي او ثابت تطبيق لپاره يې پرمختيايي لوری روښانه کړی دی.

د هانکانګ د ځانګړې اداري سيمې د ماليې اداري مشر چن ماو بو رسنيو ته ويلي، چې د شي جين پينګ  وينا (( د يو هېواد او دوو نظامونو پاليسي غوره لار ده)) د خلکو باور نور هم ټينګ کړی دی. هانکانګ د يو هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ په مټ د سيالۍ ښه غوره والی او مناسب سوداګريز چاپيريال خپل کړی او هانکانګيان او د چين حکومت يادې تګلارې ته په درنه سترګه ګوري.

د مکاو د ځانګړې اداري سيمې د تقنيني کونسل غړي چيو تينګ بياو وويل، چې د شي جين پينګ وينا په مکاو کې د يو هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ د تطبيق اصول او عملي لارښوونه ده او د پاليسۍ په برخه کې يې د مکاويانو باور نور هم  ټينګ کړی دی.