د شينجيانګ پوهنتون د دې سيمې د بېلا بېلو قومونو د چارو راپور خپور کړی
CMG2022/07/04 14:50:06
شريکول:

د چين د شينجيانګ پوهنتون د جولای په څلورمه نېټه پر خپلې ويبپاڼې په چيني او انګليسي ژبو ((په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو د چارو راپور)) خپور کړی دی.

د شينجيانګ پوهنتون څېړنيزې ډلې په تېر یو کال کې د شينجيانګ په ۱۴ ولسواليو او ښارونو کې له استوګنيزو سيمو او کليو څخه لېدنه کړې او د هان، ويغور، قزاق، هوی، شي بو، دونګ شيانګ، داور او روسي قوم په ګډون د بېلابېلو قومونو له خلکو سره يې خبرې کړي او د هغوی د فکرونو، د کار هدفونو، لارو چارو او ارزښتونو وضعيت يې څېړلی او پر اساس يې ياد راپور چمتو کړی دی.

راپور وايي، چې د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو خلک کارونه په خپله خوښه انتخابوي، کاروبارونه او چارې يې د معقولو هدفونو په لوري او د ټولنې له نوي او عصري بهير سره سمې پر مخ روانې دي.

راپور زياتوي، چې د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو وګړي د کارونو له لارې د خپلو کورنيو او ځاني پرمختګ په برخه کې ځانګړي ارزښتونه هم څرګند کړي دي.

د شينجيانګ پوهنتون مرستيال رئيس سمايي وايي، چې د دغه راپور هدف يې دا دی، چې د اړوندې سروې او څېړنې نتيجه نړیوالې ټولنې او همدارنګه له شينجيانګ، د چين له ټولنيز او اقتصادي پرمختګ او بشري حقونو سره علاقمندو څېړونکو او فکري ارګانونو ته وړاندې کړي او له هغوی سره د نظريو تبادلې وکړي.