بریتانیا باید وپوهېږي، چې پر هانکانګ اوس هېڅ واک نه لري
CMG2022/07/04 14:53:01
شريکول:

د جولای لومړۍ نېټه د چین له سترې برخې سره د هانکانګ د یو ځای کېدو له ۲۵مې کالیزې سره برابره وه.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن او د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس په دې وروستیو کې ویلي، چې لندن د چین او بریتانیې د ګډې اعلاميې په چوکاټ کې د هانکانګیانو د حقونو ساتنې تاریخي دنده لري او بریتانیا به هانکانګ له لاسه ور نه کړي.  

د دوی له دغه سیاسي نمایش څخه ښکاري، چې بریتانیا لاهم په پخواني خوب کې ده او که رالنډه يې کړو، د استعمارګرۍ پر ژور خوب وېده ده او لا هم دا شوم نيت لري، چې د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنې وکړي.

د لندن ځيني سیاستوال لا هم غواړي، چې د چین او بریتانیې د ګډې اعلامیې په کارولو سره نړیواله ټولنه وغولوي او د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه وکړي، خو بايد ډاډه واوسي، چې دوی به دغه شوم نیت ته ونه رسيږي.

د چین او بریتانیا حکومتونو د ۱۹۸۴م کال په ډسمبر کې يوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې، چې موخه يې د چین له سترې برخې سره د هانکانګ پر یو ځای کېدو ورټوله ده او کليدي محتویات يې پر هانکانګ د چین د حاکمیت ښکارندويي کوي.

هانکانګ د ۱۹۹۷م  کال د جولای په لومړۍ نېټه د چین له سترې برخې سره بيا يو ځای شو او په دې سره يادې اعلاميې کې د برېتانيې واک او دندې هم پای ته ورسيدې.

بریتانیا اوس د هانکانګ په چارو کې د لاسوهنې هېڅ حق نه لري

هانکانګ اوس خپله اداره لري او د چین اساسي قانون او د هانکانګ بنسټيز قانون پر بنسټ د پرمختګ پر لوري ګامونه اخلي.

بريتانيا بايد دا هېر نه کړي، چې د چین او بریتانیې د ګډې اعلامیې وخت پخوا پای ته رسیدلی او لندن اوس پر هانکانګ هيڅ حاکميت نه لري او نه هم پر دغې سيمې د ادارې او نظارت حق لري.

د بریتانیې مشهور کارپوه مارتین جاک په يوې ليکنې کې په اشارې ویلي، چې لندن له ۱۹۹۷م کال راهیسې پر هانکانګ د چین د حاکمیت هېڅ درناوی نه دی کړی، ډېر بریتانویان پر پخواني ژور خوب وېده دي او دا رښتينی حالت ورته د منلو نه دی، چې بریتانیا اوس یو سوپر طاقت نه دی.

نړیوالې ټولنې په تېرو ۲۵ کلونو کې یعنې د چین له سترې برخې سره د هانکانګ تر یو ځای کېدو وروسته د دغې سيمې پرمختګ ننداره کړی دی.

اوسنی هانکانګ د ګردې نړۍ تر ټولو ازاد اقتصاد، نړیوال پولي مرکز او نړیوال سوداګریز مرکز دی او هم د بېړیو د تګ راتګ نړیوال مرکز بلل کېږي.

 په یو هېواد کې د دوو سیاسي نظمونو تګلارې هانکانګ ته د لیدو وړ بریالیتوبونه رسولي دي.

په اوسني هانکانګ کې له خپل هېواد سره مینه د ټولنې عمده نظر ګرځېدلی او د پخوانيو استعمارګرو شومو کړنو او لاسوهنو ته پکې ځای نه ليدل کيږي.

د بریتانیې هغه سیاستوال، چې هانکانګ ته پاملرنه کوي، ښه به دا وي، چې خپلې کورنۍ چارې سمبال کړي.

سکاټلند او شمالي ايرلنډ له بریتانیې څخه خپلواکي غواړي او په دې وروستيو کې يې بيا د ازادۍ غږونه پورته کړي، خو د بوریس جانسن حکومت وايي، چې بریتانیا به هانکانګ له لاسه ورنه کړي، خو داسې ښکاري، چې خپله بريتانيه به له لاسه ورکړي.

د بوریس جانسن د دغې څرګندونې موخه دا ده، چې په خپل هېواد کې اوسني توپيرونه او ستونزې پټې کړي، خو په حقیقت کې خپل ځان او هېواد ته فریب او دوکه ورکوي.

هره کړنه د تاریخ غېږدې ته سپارل کيږي او تاريخ دا څرګندوي، چې د پخوانيو استعمارګرو تدبیرونه ((پاشل او تجزيه)) بې کاره شوي دي. هانکانګ د چین هانکانګ دی او بریتانیې پورې هېڅ تړاو نه لري.

 بریتانیا باید وپوهېږي، چې پر هانکانګ هېڅ واک نه لري