ليو هه د امريکا له ماليې وزيرې يلن سره ويډيويي خبرې وکړې
CMG2022/07/05 10:47:56
شريکول:

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا په هراړخيز اقتصادي ډيالوګ کې د چين د مرکچي پلاوي مشر ليو هه د امريکې له ماليې وزيرې جانيټ يلن سره ويډيويي خبرې کړې دي.

دواړو خواوو د نړۍ د لويو اقتصادي حالاتو، صنعتي ځنځير او د عرضې ځنځير په اړه د نظريو عملي، صادقانه او رغنده تبادلې کړې دي.

دوی په خبرو کې ويلي، چې اوسنی نړيوال اقتصاد له سختو ننګونو سره مخامخ دی او په داسې حال کې د چين او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو تګلارو د همغږۍ پياوړتيا ډېر مهم اهميت لري.

دواړو خواوو ويلي، چې د نړيوال صنعتي ځنځير او د عرضې نړيوال ځنځير د ثبات ګډ کوښښونه د چين، امريکې او ټولې نړۍ په ګټه دي.

ليو هه د امريکا لخوا پر چين د لګول شويو اضافي تعرفو او بنديزونو د لرې کولو او له چينايي شرکتونو سره د عادلانه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.  

دواړو خواوو موافقه کړې، چې خپلمنځي خبرو اترو او اړيکو ته به دوام ورکوي.

(ژباړه: شکريه)